په بغلان ولایت کې ۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
بغلان- د کب ۲۲مه-۱۴۰۱
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په خوست ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ۵ شهیدانو وارثینو او ۲ ټپیانو ته ۱۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۶ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، ۱۰۰ کیلو وریجې، ۱۵ دانې د غاښو کریم، ۱۵ دانې د غاښو برسونه، ۱۵ دانې روۍ پاکونه، ۴ د اوبو سطلونه، ۲ کارټنه بسکېټ، ۱ پایه خیمه، ۲ تختې قالینې، ۲ دانې پلاستیکي فرشونه، ۴ تختې کمپلې، ۱۴ کیلو بوره، ۱۵ بوتله غوړي، ۲ دانې د اوبو ترموزونه او ۱ دانه ترپال ووېشل شول.