میدان وردګ ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر سفر، د ۷۱۵ زیانمن شویو کورنیو لپاره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو، خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

tamim_azimi
Sun, Nov 13 2022 1:52 PM
news photo

میدان وردګ- د لړم ۲۲مه-۱۴۰۱
الحاج ملام محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د مولوي الحاج محمد امین عمری د میدان وردګ ولایت والي او مولوي فیض الله جلالي د دغه ولایت پېښو سره د مبارزې رییس سره په ګډه د ۷۱۵ کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د دغو مرستو د وېش په لړۍ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ووېل: دغه مرستې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي همکاري د دې وزارت په همغږي د ژمي موسم ته د رسېدنې او مدیریت پلان سره سم د ژمي له را رسېدو څخه مخکې زیانمن شویو لپاره پیل شوي دي.
الحاج ملا محمد عباس آخند زیاته کړه چې د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش لړۍ په یو شمېر نورو ولایاتو کې هم پیل شوي ده چې دغه لړۍ به په ټولو ولایتونو او هغو کسانو ته چې د ژمي موسم د احتمالي پېښو سر مخامخ دي پیل شي.
ورپسې د میدان وردګ ولایت والي ووېل: یادې مرستې له سروې وروسته په شفاف ډول مستحقو ته وېشل کېږي او دغه لړۍ د میدان وردګ په نورو ولسوالیو کې په شفاف ډول روانه ده.
ورته مهال مولوي فیض الله جلالی د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې رییس ووېل: نن ورځ ۱۵۷,۳۰۰ امریکایي ډالر او ۱۷ قلمه غیرخوراکي توکو د وېش لړۍ، د ۷۱۵ کورنیو لپاره پیل شوي چې هرې کورنۍ ته ۲۲۰ امریکایي ډالر او ۱۸ قلمه غیرخوراکي توکي وېشل کېږي.
ښاغلي جلالي زیاته کړه چې په تېر یو کال کې له ۳۰ زره څخه زیاتو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوي او دغه لړۍ روانه ده .
نوموړي ووېل چې د زیانمن شویو اړتیاوو ته له رسېدنې وروسته، د ملګرو ملتونو دفترونو او نورو موسسو په همکاري د ۵۰۰۰ کورونو د ترمیم او جوړولو کار پیل شوی دی.
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې رییس د ژمي په موسم کې احتمالي پېښو څخه په یادونې سره د ملګرو ملتونو دفترونو او مرستندویه هېوادونو څخه زیانمن شویو لپاره د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

news photonews photo

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .