پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ننګرهار ولایت ته ورسېد ننګرهار- د لړم ۱۰مه -۱۴۰۱

rahyab
Tue, Nov 01 2022 8:19 PM
تصویر خبر


 الحاج ملام محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، پداسې حال کې چې الحاج مولوي محمد سلیم حقانی د پلان او پالیسي رییس او مولوي احمد شاه ذهین د دغه وزارت د پېښو د چارو کارپوه ورسره ملتیا کوله، د وروستیو پېښو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د مولوي رباني د ولایت مقام مرستیال، مولوي سیف الله خالد د دغه ولایت د پېښو سره د مبارزې رییس سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د ننګرهار ولایت مقام مرستیال د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد او په ځانګړي توګه په ننګرهار ولایت کې پر وروستیو پېښو لکه زلزله او سیلابونو باندې خبرې وکړې او زیانمن شویو ته پر وخت رسېدنې او مدیریت څخه په مننې سره ووېل: دغه ولایت د طبیعي پېښو سره مخامخ دې او اړتیا ده ترڅو زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره وقایوي پروګرامونه او لاډېرې مرستې په پام کې ونیول شي. وروسته الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د زیانمن شویو سره د خواښوږۍ ترڅنګ ووېل: ۱۱ قلمه خوارکي او غیر خوراکي توکي چې، اوړه، وریجې، غوړي، بسکېټ، میګې آش، مربا، څپلکې، جامې، غنم، د حبوباتو کنسر او چپس په کې شامل دي، دغه ولایت ته لېږل شوي دي. ورته مهال د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې رییس د وروستیو سیلابونو له امله رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات وړاندې کولو سره ووېل:  د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي، نغدي او غیرخوراکي مرستې وېشل شوي دي او د وېش لړۍ روانه ده. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې رییس ته لارښوونه وکړه ترڅو د زیانمن شویو سیمو څخه دقیقه سروې ترسر کړي او د نورو اجرااتو لپاره دې مرکز ته واستوي.

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .