د اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ په لمانځغونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ګډون 

rahyab
Sun, Oct 16 2022 3:23 PM
news photo

کابل- د تلې ۲۴مه-۱۴۰۱
د اقلیمي بدلون نړیواله اونۍ، نن ورځ د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مقام، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د کډوالو چارو وزیر، د خپلواکو ادارو رییسانو او د اړوندو ادارو د مرستیالانو په شتون په کابل کې ولمانځل شوه.
محترم حافظ عزیزالرحمان، د چاپېړیال د ساتنې ملي ادارې سرپرست لومړۍ میلمنو ته په ښه راغلاست سره د اقلیمي بدلون د بدو اغیزو د کمولو لپاره د دغې ادارې پر اقداماتو باندې خبرې وکړې.
ورته مهال محترم عبدالسلام حنفی، د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ووېل چې د افغانستان سویلي او شمالي ولایتونه د بارانونو په کمښت سره د اقلیمي بدلونونو د اغېزو سره مخامخ دي او د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي ترڅو د دغو بدلونونو څخه رامنځته شوي پایلې کمې کړي.
د دغه پروګرام په یوه برخه کې، محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د چاپېړیال د ساتنې اهمیت ته په اشارې سره ووېل چې اقلیمي بدلونونه دوام لري او د نړۍ زیات شمېر برخې یې اغیزمنې کړې دي.
نوموړي د دې ترڅنګ چې د چاپیړیال ساتنه یې یو ګډ کار وباله، زیاته یې کړه چې د چاپېړیال ساتنې او د اقلیمي بدلون منفي اغېزو څخه د مخنیوي او د سیلابونو د مدیریت لپاره باید په هیواد کې د ځنګلونو له منځه وړلو څخه ډډه وشي.
د یادونې وړ ده چې په دغه پروګرام کې د کډوالو چارو وزیر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د اړوندو ادارو مسوولینو په خپل وار سره خبرې وکړې او د دغو ادارو انجنیرانو د موضوع په اړه خپل سیمینارونه هم وړاندې کړل.

تصویر خبرتصویر خبر




 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .