پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال ګیان ولسوالي ته ولاړ؛ په یاده ولسوالۍ کې یې د علماوو شورا او قومي مشرانو سره ولیدل

rahyab
Wed, Oct 05 2022 8:42 AM
photos

پکتیکا- د تلې ۱۳مه-۱۴۰۱
الحاج مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د خوست او پکتیکا ولایتونو زلزلې ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست تېره ورځ د تلې په ۱۲مه، د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ ته سفر وکړ او د علماوو شورا، د ورستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو او په یاده ولسوالۍ کې یې د قومي مشرانو سره ولیدل او د هغوۍ ستونزې واورېدې.
په دغه لیدنه کې د ګیان خلکو د افغانستان اسلامي امارت او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څخه د وروستۍ زلزلې ځپلو ته په وخت سره د رسېدنې لپاره مننه وکړه، د دایمي هستوګنځایونو جوړولو، مکتبونو، روغتونونو او دیني مدرسو او د سړک رغولو غوښتونکي شول.
وروسته د خوست او پکتیکا زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسیدني کمېسیون سرپرست د ګیان خلکو سره ژمنه وکړه چې د هغوۍ ستونزې به حل شي او هغوۍ ته به د زلزلې پر وړاندې د بنسټیزو کورونو جوړولو پروسه پیل شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، زیاته کړه چې د هغوۍ ستونزې او غوښتنې به په کتبي ډول له دغه کمېسیون سره شریک کړي ترڅو د هغوۍ غوښتنو ته رسېدنه وشي.

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .