پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزلې ځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو سره د مرستې لپاره کونړ ولایت ته ورسېد

rahyab
Wed, Sep 07 2022 2:13 PM
news photo

کونړ- د وږي ۱۵مه-۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زلزلې ځپلو ته د رسېدنې او د مرستو د تنظیم کمېسیون سرپرست، تېره ورځ مازیګر، د وروستۍ زلزلې ځپلو ته د رسېدنې لپاره د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ دره مزار ته سفر وکړ.
مولوي شرف الدین مسلم، پداسې حال کې چې د زیانمن شویو سیمو څخه یې لیدنه کوله ویې ویل: دا ناورینونه چې د خداۍ ج له لوري نازل شوي یوه آزموینه ده او موږ باید د دې پر وړاندې صبر ولرو او خدای ج ته مراجعه وکړو، هغه وویل چې د دوو شپو وړاندې زلزلې له کبله زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان، یو شمېر نور هم ټپیان او کورونه یې ویجاړ شوي دي چې د افغانستان اسلامي امارت دې ته هوډمن دې چې د دغه هیواد مظلوم ولس لاسنیوې وکړي او موږ نن دلته د دې ولسوالۍ زیانمن شویو د بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره راغلي یو.
د دې وزارت مرستیال ووېل اوس مهال د هر شهید ورثه ته ۱۰۰ سل زره افغانۍ او ټپیانو ته د دې ترڅنګ چې ننګرهار او کابل ته یې د درملنې لپاره لېږو هغوۍ ته نغدي پيسې هم وېشو. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې زیانمن شویو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې چې اوړه، وریجې، غوړي، خیمې، کمپلې، ترپالونه او د اوبو سطل په کې شامل وېشل کېږي او د نړیوالو مرستندویه موسسو سره هم د وروستیو زلزلو او سیلابونو له امله زیانمن شویو ته د بشري مرستو لپاره خبرې شوي دي.
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د شتون او د دې وزارت لخوا په وخت سره د مرستو رسولو لپاره مننه وکړه او د خوښۍ احساس یې وکړ.
تصویر خبرتصویر خبر






 

تصویر خبر

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .