ننګرهار ولایت کې ۳۳۴ زیانمن شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د وږي ۶مه -۱۴۰۱ د
WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۳۳۴ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۱ کیلو مالګه او بسکېټ ووېشل.