د ۱۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰۰ کورونه به د زلزله ځپلو لپاره ورغول شي

rahyab
Sun, Aug 07 2022 1:22 PM
news pic

کابل- د زمري ۱۶مه-۱۴۰۱
الحاج مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال نن سهار له سید شفیق الطاف د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري معاونیت موسسې (AHDAA) مسوول سره د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
لومړۍ مولوی شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې څخه په یادولو سره وویل: ګیان، برمل، سپیرې او ژورکې ولسوالیو ته د کورونو د بیا رغونې د څېړنې په پار د ویجاړ شویو کورونو د سروې ټیمونه او د انجنیرانو تخنیکي ټیم لېږل شوی او د زلزلې پېژندنې تخنیکي ټیم له نظریاتو څخه وروسته به په ګیان ولسوالۍ کې د بیا رغونې چارو اجازه ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په برمل، سپیرې او ژورکې ولسوالیو کې موسسو د بیا رغونې چارې پیل کړي او دغه لړۍ روانه ده.
ورپسې سید شفیق الطاف د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري معاونیت موسسې (AHDAA)مسوول، په افغانستان کې د AHDAA موسسې پر فعالیتونو باندې په خبرو سره وویل: موږ په پام کې لرو ترڅو په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره ۲۰۰۰ کورونه د ۱۲،۸۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت ورغوو.

news pic

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .