په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونه؛ د خوست او پکتیکا زلزلې ځپلو لپاره به دایمي هستوګنځي ورغول شي

rahyab
Wed, Jul 27 2022 9:16 AM
News

کابل- د زمري ۵مه-۱۴۰۱
د ملګرو ملتونو ادارو سره په همغږي او د بشري مرستو د تنظیم کمېسیون او زلزلې ځپلو ته د رسېدنې غونډه نن د الحاج مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د کمېسیون سرپرست د کمېسیون غړو ادارو، په افغانستان کې ملګرو ملتونو دفترونو او موسسو په ګډون په خوست او پکتیکا کې د زلزلې ځپلو څخه د ملاتړ په پار ترسره کړه.
په دې غونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د کمېسیون سرپرست په افغانستان کې د دولتي ادارو، ملي او نړیوالو موسسو او د ملګرو ملتونو دفترونو له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ، وویل: د چنګاښ ۱ نېټې زلزلې له امله ۱۰۰۶ کسان شهیدان، ۳۰۴۰ ټپیان او ۱۷،۹۵۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي.
الحاج مولوي شرف الدین مسلم زیاته کړه: اړتیا ده ترڅو زلزلې ځپلو ته د رسېدنې وروسته د هغوۍ لپاره دایمي کورونه جوړ شي.
ښاغلي مسلم وویل چې د ا.ا.ا د رییس الوزرا لارښوونې پر بنسټ، زلزلې ځپلو ته د رسېدنې او بشري مرستو د تنظیم کمېسیون، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال په سرپرستۍ د کورنیو چارو، د کلیو او پراختیا، د اقتصاد، د کرنې او اوبو لګولو، د کډوالو او راستنېدونکو او د ښار جوړونې وزارتونو او د احصاییه او د سرې میاشتې په غړیتوب سره د ښه مدیریت او رسېدنې په پار رامېنځته شوی او د ملګرو ملتونو او موسسو څخه له یاد کمېسیون سره د همغږي غوښتونکی شو. 
نوموړي وویل: چې په سپېرې، ګیان او برمل ولسوالیو کې سیمو ته تخنیکي ټیمونه او انجنیران استول شوي، او د هغوۍ له نظرونو وروسته به د امکان په صورت کې په زیانمن شویو سیمو کې کورونه جوړ شي او د امکان په نشتوالي کې به د هغوۍ لپاره د ښوونځي، مدرسه او کلینک په درلودو سره نوی ښارګوټې ورغول شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د کمېسیون سرپرست د هیواد په کچه د سیلاب له امله اوښتي ځاني او مالي زیانونو په یادولو سره، وویل: اړتیا ده چې بشري مرستې دوام پیدا کړي او د مرستو رسولو لړۍ چټکه او د مرستو د ښه مدیریت او په مرستو رسولو کې د شفافیت لپاره د دولتي ادارو، ملي او نړیوالو موسسو ترمېنځ پر همغږي باندې ټینګار وکړ.
په دوام کې رامزالاکبروف او د ملګرو ملتونو د زلزلې پېژندې تخنیکي ټیم د پريزنټیشن وړاندې کولو ترڅنګ د مرستو رسولو لړۍ د چټکتیا او د زلزلې ځپلو لپاره د ۳۰۰۰ نویو کورونو جوړولو څخه یادونه وکړه او د ۶۰۰۰ نویو کورونو جوړولو لپاره یې ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې د تخنیکي ټیم او جیولوژیکي انجنیرانو پر سروې او پایلو باندې ټینګار وشو او پرېکړه وشوه ترڅو د بشري مرستو د وېش لپاره د دولتي ادارو او مرستندویه موسسو ترمېنځ پر لازمې همغږي او د وروستیو سیلابونو څخه زیانمن شویو ته چې کورونه، کرنیزې ځمکې او څاروي یې له لاسه ورکړي، د ژمي فصل څخه مخکې زلزلې ځپلو ته د دایمي کورونو جوړولو باندې ټینګار وشو.
new picnew pic

 

new pic

 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .