د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د زلزلې ځپلو سره د ۳۲ میلیونه افغانیو مرسته 

rahyab
Mon, Jul 04 2022 3:10 PM
تصویر خبر

دوشنبه، د چنګاښ ۱۳مه، ۱۴۰۱
یونس مومند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، نن ورځ په خبري ناسته کې په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې زلزلې له امله شهیدانو ته په دعا او د دې لویې پېښې زیانمن شویو سره د خواخوږۍ ترڅنګ وویل: د سوداګرو، صرافانو او د دې خونې د پلاوي لخوا زلزلې ځپلو ته د رسېدنې په پار ۳۲ میلیونه افغانۍ راټولي شوي دي چې ۱۳ میلیونه یې نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او زیانمن شویو ته د رسېدنې د کمېټې رییس ته سپارل کېږي.
په دې غونډه کې سلطان محمد، د پانګونې مرستیال، شفیق الله عطایي، د پلاوي رییس، خان جان الکوزی، د پلاوي رییس د وروستۍ زلزلې له امله زیانونه په لوړه کچه بللو سره زیاته کړه چې سوداګران، پانګه کونکي د خونې غړي په دوامداره توګه وهڅېدل ترڅو په دې زلزله کې زیانمن شویو هیوادوالو ته په بشري مرستو سره، خپله اسلامي او بشردوستانه دنده ترسره کړي.
هغوي وویل چې د یادې پېښې له امله زیانمن شویو ته به بشري مرستې، د خونې د مشرتابه پلاوي په همغږي او د سوداګرو لخوا دوام ومومي.
ورپسې مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د سوداګرو، صرافانو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستو څخه په مننې سره وویل: په داسې پېښو کې د ولس د خواخوږۍ کچه خورا څرګنده کېږي. له خلکو سره خواخوږۍ حد او حدود نلري او زیانمن شویو سره مرسته کول د دولتي بنسټونو، خصوصي سکتور، مشرانو او داوطلبانو  ترمېنځ همغږي رامېنځته کول، د ا.ا.ا ځواک او مدیریت ښییۍ..
ښاغلي مسلم زیاته کړه چې دغه مرستې به په شفافه او عادلانه توګه زلزلې ځپلو ته ووېشل شي.
NewsNews

News

News




 

 


 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .