د پېښو سره د مبارزې ولایتي ریاستونو سره د ویډیویي غونډې ترسره کېدل

rahyab
Tue, Feb 22 2022 10:52 AM
News

کابل – د کب ۳مه-۱۴۰۰ 
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د محترم مولوي شرف الدین مسلم د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال په مشرۍ د دغه وزارت د رییسانو، آمرینو او د ولایتي رییسانو مسوولینو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې په ژمي کې د احتمالي پېښو او سیلابونو ته د رسېدو او د خطرونو د کموالي په پار د لازمو تدابیرو نیولو په اړه حضوري او په آنلاین بڼه غونډه ترسره کړه.
د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د معلوماتي ټکنالوژۍ له آمریت څخه په آنلاین بڼه د پروګرامونو د ترسره کولو په پار د مننې ترڅنګ د پېښو له امله وروستیو بېځایه شویو، مستحقینو او زیانمن شویو ته د رسېدنې په ستایلو سره ټولو ولایتي رییسانو ته د احتمالي پېښو ته د رسېدو او مخنیوي په پار د لازمو تدابیرو د نیولو سپارښتنه وکړه.
ښاغلي مسلم د ملي او نړیوالو موسسو سره د مرستو ترلاسه کولو لپاره د اړیکو پر ټینګولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه مرستې باید په شفافه او عادلانه توګه زیانمنو ته ووېشل شي.
ورپسې د پېښو سره مبارزې ولایتي رییسانو په وروستیو پېښو، شته امکاناتو او زیانمنو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې د پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
په پاې کې مولوي شرف الدین مسلم د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د غونډې په راټولو سره له موسسو سره په همکاري او همغږۍ، مرکز ته د وروستیو دریو میاشتو راپور او د ۱۴۰۱ کال د پلان او د معلوماتو په شریکولو باندې د ټینګار سربېره مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
Photo Of MeetingPhoto of Meeting

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .