پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د یاد وزارت د مرستیالۍ سرپرست معرفي شول

rahyab
Sun, Dec 12 2021 1:03 PM
News

کابل – 21 قوس 1400 / 7 جمادی‌الاول 1443
ښاغلي مولوي محمد عباس آخند، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرپرست او ښاغلی مولوي شرف الدین د دې وزارت د مرستیال په توګه د یو محفل په ترڅ کې د یاد وزارت منسوبینو ته ور وپېژندل شول.
یاد محفل چې د ښاغلي غلام غوث ناصري د دې وزارت د پېښو د چارو همغږي مرستیال، ښاغلی مولوي سیف الدین د ا.ا.ا د چارو ادارې د اړیکو نایب مرستیال، مجاهدینو او منسوبینو په ګډون پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوی و، د قران مجید په څو آیاتو سره پیل شو.
لومړۍ ښاغلي مولوي سیف الدین د ا.ا.ا د چارو ادارې د اړیکو نایب مرستیال، د جلالتماب امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د لوستلو ترڅنګ د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د تیري، د امریکا او د هغه د متحدینو د تیري او د یرغلګرو پر وړاندې د مجاهدینو د سرښندنو په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه چې د یادو پېښو له امله زرګونه کسان زموږ هیوادوال زیانمن شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې د پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت سرپرست وزیر او په دغه وزارت کې د هغه همکاران به د پېښو قربانیانو ته د قدر وړ خدمتونه وړاندې کړي.
وروسته د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال غلام غوث ناصري وویل، د افغانستان د اسلامي امارت د پلانونو په رڼا کې موږ د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یو روښانه لیدلوری جوړ کړی دی، چې د راتلونکي لپاره لارې چارې بلل کېدای شي. هغه د ملي او نړیوالو سفارتونو او بنسټونو سره د بشري مرستو ترلاسه کولو په پآر د اړیکو اړتیا هم یاده کړه.
په همدې حال کې مولوي محمد عباس آخند د نظام په بدلون او له ټولنې څخه د فساد په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت د برياليتوب په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د باور د قدردانۍ په ترڅ کې وويل، چې د وزارت چوکۍ يو ستر او جدي مسووليت دی او په حقيقت کې هغه څوک چې په دې پوست کې دی، آمر نه خادم دی، خو ژمنه کوم چې د دغه وزارت د خدمتګار په توګه به د خلکو او په ځانګړې توګه د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د قربانیانو خدمت کوم.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د نورو مسوولینو او منسوبینو څخه غوښتنه وکړه چې د خدای د رضا لپاره وطن ته خدمت او د پېښو له امله زیانمن شویو ته د رسېدو لپاره بې دریغه همکاري وکړي.

Ne

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .