په کابل کې مېشت د قزاقستان جمهوریت سفیر: قزاقستان د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د همکارۍ لپاره چمتو دی

rahyab
Tue, Nov 30 2021 12:17 PM
News

کابل- 9 قوس 1400 / 24 ربیع‌الثانی 1443
ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست، نن سهار په کابل کې مېشت د قزاقستان جمهوریت سفیر علیم خان یسین ګیلدییف سره لیدنه او افغانستان ته د بشري مرستو په برخه کې د هغه هېواد په ژمنو خبرې وکړې.
لومړۍ ښاغلي ناصري په تېرو کالو کې د قزاقستان جمهوریت د سخاوتمندانه مرستو څخه مننه وکړه او په افغانستان کې یې د هغه هېواد د بشري مرستو په برخه کې رول مهم وباله.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه چې په روان کال کې د جګړې او طبیعي پېښو ترڅنګ د بارانونو کمښت او راتلونکي ژمي د خلکو زیانمنتوب زیات کړی او د قزاقستان جمهوریت له سفیر څخه یې خوراکي او غیر خوراکي بشري مرستې او د کارکونکو د ظرفیت لوړلو په پار د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو غوښتونکې شو.
ورسته علیم خان یسین ګلدییف په کابل کې مېشت د قزاقستان جمهوریت سفیر، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر څخه یې د هغه دفتر ته له دعوت په پار تشکري وکړه او په تېرو کالو کې یې د افغانستان لپاره په بشري او پرمختیايي برخو کې د هغه هېواد له مرستو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د قزاقستان هېواد د افغانستان اسلامي امارت سره د هر ډول همکاري لپاره چمتو دی.
په آخیره کې دواړو لورو د دواړو دوست هېوادونو په دوامداره همکاریو او دوستي خبرې وکړې، او د دواړو هېوادونو په همکاریو یې ټینګار وکړ.

News

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .