په کندهار ولایت کې 912 بېځایه شویو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

کندهار - د غویي 21مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست, په ارغنداب ولسوالۍ کې د جنګ او ناامنیو له امله 912 داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د نغدي مرستو لړۍ د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال فیصل شیرزي, د ارغنداب ولسوال انجینر محمد شریف او یو شمېر نورو مسئولینو په شتون پیل کړه, چې هرې کورنۍ ته 6,000 زره افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې د کندهار ولایت په اوو ولسوالیو کې د جنګ او ناامنیو له امله 5,000 بېځایه شویو کورنیو سره به 30 میلیونه افغانۍ مرسته وشي.