د چاپېړیال نړۍ واله ورځ په کابل کې و لمانځل شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۵:۳۶
news image

مرمرین ماڼۍ- د غبرګولي ۱۶مه-۱۴۰۳
د چاپېړیال نړۍ واله ورځ په کابل کې د محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر، محترم حافظ عزیز الرحمن د چاپېړیال ساتنې ملي ادارې رییس، محترم مولوي حمدالله نعماني د ښار جوړولو او هستوګنې وزیر، د وزارتونو مرستیالانو او د نړۍ والو سازمانونو مسوولینو په حضور سره د رسنیو په مرکز کې ولمانځل شوه.
مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست الوزراء اداري مرستیال ووېل: هر کال د جون په ۵ نېټه په ټوله نړۍ کې د چاپېړیال نړۍ واله ورځ لمانځل کېږي او افغانستان هم له نړۍ سره په ګډه دغه ورځ لمانځي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه: د چاپېړیال ساتنه د افغانستان د هر وګړي دنده ده، او په دې برخه کې باید تر خپل توان پورې کار وکړي، ترڅو د امارت ترڅنګ د چاپېړیال ساتنې لپاره مهم او عملي ګامونه پورته شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست الوزراء اداري مرستیال: اسلامي امارت هر کال د نیالګیو په کېنولو او ځنګلونو رغولو سره د شنو سیمو د پراختیا او د چاپېړیال ساتنې لپاره عملي کارونه ترسره کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه: له بده مرغه صنعتي هیوادونو د خپلو ګټو خوندي ساتلو په موخه، چاپېړیال له بل هر وخت څخه زیات له خطر سره مخ کړی.
ورته مهال پېښو ته درسېدو چارو کې د دولت وزارت سرپرست، مولوي عبدالرحمن زاهد ووېل: انسان د طبیعت پر وړاندې مسوولیت لري او باید دا مسوولیت درک کړي. الهي ادیان د انسان او طبیعت ترمنځ د تعادل پر ساتلو ټینګار کوي. د تعادل نه ساتل چاپېریالي ستونزې رامنځته کوي چې زیان یې ټول بشر ته رسېږي.
محترم مولوی صاحب زیاته کړه: د بېلګې په توګه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په رامنځته کېدو سره زموږ هیوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل. همدارنګه په خوست، پکتیکا او هرات ولایتونو کې د زلزلو له امله په پراخه کچه ویجاړۍ رامنځته شو.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ووېل: په دې وروستیو کې د بارانونو او سېلابونو له امله په ټول هیواد کې له بده مرغه، تقریبآ 294 هیوادوال شهیدان، شاوخوا 266 کسان ټپیان، په زرهاوو جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او په زرهاوو څاروي تلف شول.
مولوی صاحب زاهد په پای کې ووېل: هیله مند یم چې خدای ج دې موږ ټولو ته دا توان راکړي چې وکولاۍ شو په دې برخه کې زیات کار ترسره کړو.
وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست، محترم حافظ عزیز الرحمن ووېل: په ټوله نړۍ کې ایکوسیسټمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کیږي د ویجاړېدو په حال کې ده؛ بناً هېوادونو ته پکار ده چې سترو چاپېریالي ننګونو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.
حافظ عزیز الرحمن: د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي، ناڅاپي سېلابونه، د ځمکې او ځنګلونو تخریب، د خاورې تخریب، بیدیا کېدل او د ایکوسیسټمونو او ژوند بڼو له منځه تلل؛ په افغانستان کې عمده چاپېړیالي ننګونې دي.
‏متعاقبآ د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رييس تاریا واټرډال: دا د نړیوالې ټولنې او پرمختللیو هېوادونو اخلاقي مسئولیت دی، چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو سره د مبارزې برخه کې له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې ترمنځ د (۱,۶۲,۳۸۳) یو سل دوه شپیته زره، دري سوه او دري اتیا ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌ نامه لاسلیک سوه 

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې د اجرایوي رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل سره وکتل.

 محترم ترابي صاحب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۲۲
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د ولایت له والي سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د خوړو نړیوال پروګرام  (WFP)  ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د خوړو نړیوال پروګرام  (WFP)  ترمنځ د همغږۍ غونډه د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، قاري نورالدین رستم خیل. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .