400 زیانمن شویو، معیوبینو او بېوزله کورنیو په کابل کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
کابل- د غبرګولي ۳۰مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، نن د بشري مرستو په دوام کې ۴۰۰ زیانمن شویو، بېځایه شویو، معیوبینو او بېوزله کورنیو ته په کابل کې خوراکي مرستې ووېشلې.
غلام غوث ناصري د مالي او اداري عمومي رییس، د دغو مرستو د وېش لړۍ شفافه وباله او ټینګار یې وکړ چې دا لړۍ لاهم ادامه لري.
ښاغلي ناصري زیاته کړه چې په دغو مرستو کې ۱۰۰ کیلو وریجې او ۵۰ کیلو غنم شامل و، چې مستحقینو ته ووېشل شول.
نوموړي وویل چې د ا.ا.ا له بریا څخه تر اوسه دغه وزارت د ملي او نړیوالو موسسو سره په همکاري ۲۰۰ کورنیو ته بشري مرستې وېشلي دي.
د مالي او اداري عمومي رییس وویل چې بشردوستانه فعالیتونه غیر سیاسي دي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اروپایي هېوادونو څخه د افغانستان لپاره د دغو مرستو د ادامې غوښتونکۍ شو.
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو د خوښۍ احساس وکړ او د دې لړۍ د ادامې غوښتونکي شول.