400 بېوزله کورنیو په کابل کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
کابل _ ۳حوت ۱۴۰۰
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نن ورځ 400 بېځایه شویو، زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته په کابل کې خوراکی مرستې ووېشلې.
مولوی محمد خوشحال زماني د کابل ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس وویل نن ورځ 400 بېځایه شویو او مستحقو کورنیو ته چې په قرغه کې هستوګنې شوي وی وروسته له سروې هرې کورنۍ ته 1 بورۍ غنم 50 کیلوي، 1 بورۍ وریجې او 1 عدد عربي کېټ ووېشل شول، همدارنګه نوموړي وویل چې د کابل ولایت په نورو ولسوالیو کې دغه بهیر ادامه لري.
ښاغلي زماني وویل په تېرو دریو میاشتو کې څه د پاسه 7000زرو بېځایه شویو او بېوزله کورنیو ته د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې خوراکي مرستې په شفافه توګه وېشل شوي دي.
ورته مهال د دغو مرستو ترلاسه کونکو د خوښۍ احساس وکړ او د دغه بهیر د دوام غوښتونکي شول.