3 میلیونه او 172 زره او 750 افغانۍ 259 بېوزله کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي 20مه-1402
د ماشوم ساتنې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي, د یاد ولایت په دره نور ولسوالۍ کې 259 بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته 3 میلیونه او 172 زره او 750 افغانۍ ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته 12250 افغانۍ ووېشل شوې.
#ریاستاطلاعاتوارتباطعامه
#وزارتدولتدراموررسیدگیبهحوادث