۹ زیانمنو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د زمري ۲۳مه-۱۴۰۲
د WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په دره نور، ګوشته، سپین غر ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۹ کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲ کیلو مالګه او ۲۵ کیلو دال ووېشل.