۹ زره امریکایي ډالرو معادل افغانۍ ۳۰ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د کب ۸مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند ۳۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته ۹ زره امریکایي ډالرو معادل افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته د ۳۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شوې.