۶۰ بېوزله کورنیو ته په بغلان ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
بغلان- د کب ۱۴مه-۱۴۰۱
د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۶۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۵۰ کیلو وریجې ووېشل شوې.