۵۹ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د غبرګولي ۷مه-۱۴۰۲
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز اړوند ۵۹ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.