۵۵۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو سره په پکتیا ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
پکتیا- د وږي ۳۰مه-۱۴۰۲
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۵۵۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د موظف پلاوي په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه ترلاسه کړل.