۴۴ زیانمنو کورنیو، د شهیدانو ورثه او معلولینو سره په میدان وردګ ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
میدان وردګ- د لېندۍ ۳۰مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۴۴ زیانمنو کورنیو، د شهیدانو ورثه او معلولینو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱ کارټن بسکېټ، ۱ کارټڼ مګي آش، ۵ کیلو مایع ګاز، ۲ تختې کمپلې، د البسې ۱ کېټ، ۱۰ کلچې د لاس منځلو صابن او ۶ کارټن چپس ووېشل شول.
