۴۰۰ زیانمنو کورنیو د سرپناه د ترمیم لپاره د دویم قسط نغدي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د وري ۱۸مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UN-Habitat موسسې سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت مرکز اسعدآباد او وټه پور ولسوالۍ اړوند ۴۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته د سرپناه ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ امریکایي ډالر ووېشل شول.