۳۱۰ زیانمن شویو کورنیو په کندهار ولایت کې غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړی

کندهار- د زمري ۱۵مه-۱۴۰۱
WFP, IOM او DACAR موسسو د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو له امله ۳۱۰ زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي توکي ووېشل.
د یادونې وړ ده چې په دغو مرستو کې خیمې، شلټر کيټ او یو شمېر نور توکي شامل و.
