۲۴۹ متضرره کورنیو ته د تخار په ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله نقدي مرستې ورکړل شوې
تخار- ۱۶ ربیعالاول ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مقام او اسلامیک ریلیف مؤسسې تر منځ د لاسلیک سوي تفاهم نامې له مخې د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یادې مؤسسې په ملاتړ، ۲۴۹ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله د چال او فرخار ولسوالیو کې کورونه یې په بشپړ ډول تخریب سوي وو، نقدي مرستې ورکړې.
په دې بهیر کې د فرخار په ولسوالۍ کې ۱۶۰ کورنیو او د چال په ولسوالۍ کې ۸۹ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته ۱۹۴۵۰ افغانۍ ورکړل سوې.