۲۱،۵۷۸،۴۰۰ افغانۍ نغدي پیسې زیانمنو کورنیو ته په فاریاب ولایت کې ووېشل شوې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۹۷۲ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله په یاد ولایت کې زیانمنې شوي وې، نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې، ۲۱،۵۷۸،۴۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ ۹۷۲ زیانمنو کورنیو ته ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۲،۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره