۱ میلیون او ۱۸۲ زره او ۳۳۰ افغانۍ په ننګرهار ولایت کې ۷۸ زیانمنو کورنیو ته ووېشل شوې

ننګرهار- د وږي ۲۹مه-۱۴۰۲
د ډنمارک کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار اړوند ۷۸ کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۱ میلیون او ۱۸۲ زره او ۳۳۰ افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشلې.
د نغدي مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له ۸۷۵۰ نه تر ۲۴۹۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
