۱۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
کونړ- د چنګاښ ۲۰مه-۱۴۰۲
د AHF په مالي ملاتړ د ABRAR موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په چپه دره او غازی آباد ولسوالیو کې ۱۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۳ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول.