له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل سره وکتل
نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محمد حامد، سره وکتل او د موجودې تفاهم نامې د مادو د تعقیب، د روانو پروژو د پرمختګ او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې غونډه کې محترم ترابي صاحب د پروژو پر وخت او اغېزمن پلي کېدو، د پروګرامونو په پلي کولو کې د شفافیت پر رعایت او د اداري لګښتونو پر لا کمولو ټینګار وکړ. نوموړي وغوښتل، چې د ځانګړو شویو مرستو او سرچینو ډېره برخه دې په مستقیم ډول د پروژو د عملي کولو او له پېښو څخه زیانمنو شویو خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ولګول شي.
همدارنګه، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو مسؤل، محمد حامد، د تفاهمنامې د مادو د پلي کېدو څرنګوالي، د روانو پروژو د پرمختګ او د مؤسسې د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې ټول فعالیتونه د تفاهمنامې له مادو سره سم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې په همغږۍ او د ټاکل شویو لومړیتوبونو پر بنسټ روان دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.
