کونړ ولایت کې 28 زیانمن شویو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې
کونړ - د سلواغې - 24 مه - 1399
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د خوراک نړیوال سازمان (WFP) سره په همکارۍ, هغو 28 کورنیو ته چې د اورښتونو له امله په دانګام, سرکاڼو, مره وره, خاص کونړ او اسعدآباد ولسوالیو کې زیانمنې شوي وې, وروسته له سروې د کونړ ولایت مقام د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالی اغلی برښنا شیرزۍ په شتون هرې کورنۍ ته څلور بورۍ اوړه, څلور بوشکې غوړي, 25 کیلو دال او دوه کیلو مالګه ووېشل.