پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت یو تخنیکي پلاوي د ترکیه اسلامي جمهوریت هیواد ته سفر وکړ

rahyab
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۹:۴۷
news image

ترکیه- کب ۱۶مه-۱۴۰۲
الحاج مولوي شمس الدین حقیار پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بهرنیو اړیکو رییس، د دې وزارت یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د ترکیه اسلامي جمهوریت هیواد ته سفر وکړ او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت د TIKA خیریه موسسې استازو، د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د بهرنیو اړیکو رییس او د JICA د جاپان هیواد بهرنیو چارو وزارت خیریه موسسې استازو سره یې درې اړخېزه غوڼده او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د پېښو مدیریت په اړه په درې اړخېزه همکارۍ او همغږي خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې یاد سازمانونه به د دې وزارت ۶۰ کسانو تخنیکي کارکونکو ته د طبیعي پېښو مدیریت د ټولو پړاوونو په برخه کې تر راتلونکو درې کلونو پورې روزنه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د بشري مرستو او تخنیکي وسایلو په اړه هم خبرې وشوې او یادو سازمانونو د دې وزارت پلاوي ته د طبیعي پېښو مدیریت په برخه کې د هر اړخېزه همکاري ژمنه ورکړه.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .