پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې اداري غونډه ترسره سوه .

کابل-۱۷صفرالمظفر۱۴۴۶
نن سهار دچهارشنبې په ورځ، پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې په مقر کی د الحاج ملا نور الدین ترابی په مشرۍ اونیزه اداري غونډه وسوه.
غونډه په داسې حال کی د قرآن کریم په تلاوت پیل سوه چی ټول مرکزي رئیسان حاضر وه.
د اجنډا پر لاندې موضوعاتو باندی بحثونه وشول
۱- په ۳۴ ولایتونو کی په هر ولایت کی یو دنشراتو مسول او یو د ارشاد او دعوت مسول باید څرنګه تشکیل کړو
۲- ترکیې ته دورکشاپ لپاره شل نفره رسمی کارمندان لیږل
په اړه یی لازمی پریکړي وسولې .
