په کونړ ولایت کې د ۶ شهیدانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو له امله د ۶ شهیدانو کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د طبیعي پېښو له امله شهیدان شوي و، د یاد ریاست مشر الحاج قاري ثابت الله صدیقي، د ولایت مقام او سرې میاشتې استازو په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هر شهید کورنۍ ته ۴۰،۰۰۰ زره افغانۍ ووېشل شوې، او همدارنګه د مرسته ترلاسه کونکو له یاد ریاست څخه مننه او قدرداني وکړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نېټه:۱۴۴۶/۴/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره