د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۴۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې OCHA-AHF دفتر دی، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز بازارک کې ۷۴۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د نغدو پيسو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲،۷۸۵ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او شپېته زره او نه سوه (۲،۰۶۰،۹۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د دې مرستو لړۍ به په راتلونکي کې د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره