په کنړ ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی زده کړه ییز پروګرام ترسره شو 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۳۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې د دې ادارې رضاکارانو ته یو ورځنی ځانګړی پروګرام ترسره شو. 

د دې پروګرام موخه د رضاکارانو د ظرفیت لوړول، د پېښې د رامنځته کېدو پر مهال د همغږۍ قوي کېدل او اغېزمن غبرګون وو، په دې پروګرام کې ۱۶ نويو ټاکل شویو رضاکارانو ته چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې فعالیت کوي، هغوی ته د رضاکارۍ قوانین او اهمیت، اساسي مسؤلیتونه، د پېښې پر وخت د اقدام کولو لارې، له مسؤلو بنسټونو سره د اغېزمنې همکارۍ طریقه او د NDMIS  سیستم اړوند اړین معلومات د پریزینټیشن په ډول وړاندې شول. 
 
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادراه

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۸
Background image

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو بمب کشف او خنثی شو 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (EOD-01) ټیم په همکارۍ، د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ناچاوده بمب کشف او په خوندي توګه خنثی کړ. 

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP او IOM په ملاتړ، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په ناړې ولسوالۍ کې د ورستیو جګړو له امله ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .