په کندهار ولایت کې ۸۰ زیانمنو کورنیو خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ترلاسه کړې
کندهار- د کب ۱۴مه-۱۴۰۲
د WFP, Save the children, UNICEF, IOM, UNFPA, او DRC موسسو د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۸۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته د ژمني توکو کېټونه، ۲۲ کورنیو ته خیمې، ۸ کڅوړې اوړه، ۴ قطۍ غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه، ۹ کیلو د ماشومانو لپاره شیدې، ۳ تختې کمپلې، روغتیایي کېټ ۱ تخته ترپال، ۱ دانه هایجن کېټ او ۹۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.