په کندز ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۲۰
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OMAR ماین پاکۍ مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې د چټکې ځواب وینې ټیمونو په واسطه د دې ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې نا‌چاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل.
د دې عملیاتو په پایله کې، ٥٣ عدده د هاوان مرمۍ، ١ عدد د ډیسي توپ مرمۍ، ٢ عدده د داف هوا مرمۍ، ٣ عدده د بیم یک مرمۍ او ١ عدد د ٨٢ توپ مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې، چې په خنثی کولو سره یې د سیمې د خلکو د ځاني او مالي زیانونو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شو.
د یادونې وړ ده، چې دا عملیات د اصولي کړنو سره سم د اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول. 

نېټه: ۱٤٤۷/٤/۰۶ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د سمنګان ولایت د پس‌کنده کلي د اوسېدونکو لپاره د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو سیمینار ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د بادغیس ولایت په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د استنادي دیوالونو او پلچک جوړلو د څلورو پروژو کار پیل شو

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په قادس او آبکمري ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .