په پکتیا ولایت کې د غره ښوېدنې له امله د ۷ شهیدانو ورثه ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې
پکتیا- د چنګاښ ۵-۱۴۰۳
د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت څمکنۍ ولسوالۍ په جګ اورګوړ سیمه کې د ۷ شهیدانو ورثه ته چې د کورنۍ غړي یې تېره ورځ د غره ښوېدنې له امله شهیدان شوي و، د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې رییس مولوي نثار احمد نجات او نورو مسوولینو په شتون کې خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته نغدي پیسې، اوړه، وریجې، بوره، خیمه، کمپلې، د پخلنځي کېټ او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.