په پنجشېر ولایت کې د ۱۰۰مستحقینو لپاره د خوراکي مرستو د وېش دوام
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د مرستو رسونې په دوام, د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ کې ۱۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مستحقینو له سروې وروسته, هر یو ته ۵۰ کیلو اوړه ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې, د وېش دا لړۍ د پنجشېر ولایت مقام په هوکړې سره د عنابه او رخه ولسوالیو پرته په ټولو ولسوالیو کې د شهیدانو کورنیو, معلولینو او داخلي کډوالو لپاره ترسره کېږي.
نېټه: ۱۴۴۶/۰۴/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره