په ولسي جرګه کې د قندهار خلکو استازي سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
ښاغلي غلام بهاوالدین جیلانی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په خپل کاری دفتر کې له ښاغلي سید احمد سیلاب په ولسي جرګه کې د قندهار خلکو استازي سره لیدنه او خبري وکړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلۍ سید احمد سیلاب ښاغلي غلام بهاوالدین جیلانی ته د نوې دندې په مبارکي سره د طبیعي پېښو له اړخه د قندهار ولایت خلکو په ستونزو خبري وکړې او د وقایوي پروژو پلي کېدو او زیانمن شوو او بیځای شوو ته د رسېدو لپاره د لاډیرو مرستو غوښتونکی شو.
ورته مهال ښاغلي غلام بهاوالدین جیلانی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ښه راغلاست ترڅنک د دغه وزارت په نویو برنامو خبری وکړې او د قندهار ولایت خلکو استازي ته یې د لاډیرو همکاریو ژمنه ورکړه.