د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۱ زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د (CWSA) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۵۱۰ زیانمنو شویو کورنیو او په لعلپوری ولسوالۍ کې د وروستۍ جګړې له امله ۱۳۱ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۵۱۰ کورنیو هرې یوې ته د (CWSA) مؤسسې له لورې، ۱۰,۹۹۷ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پینځه میلیونه او شپږ لکه او اته زره او څلور سوه او اویا ( ۵,۶۰۸,۴۷۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، همدارنګه یاد شمېر کورنیو هرې یوې ته په پورتنیو نغدي مرستو سربېره یو د روغتیا ساتنې کيټ، ۲ عدده د اوبو بشکې او ۱ عدد پلاستیکي سطل هم ووېشل شو او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۱۳۱ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، ۳ کیلو بوره، ۱ عدد لاسي څراغ او ۱ عدد پلاستیکي سطل ووېشل شو.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګنده کړه، له اړوندو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکوي چې د زیانمنو کورنیو ملاتړ به دوام ولري او هڅه کوي چې مستحقو کورنیو ته لا زیاتې اسانتیاوې کړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
