په نورستان ولایت کې د غره ښوېدو له امله 26 زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
نورستان- د سلواغې 4مه-1402
مولوي عبدالرحمن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر استازي نورستان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍکې د غره ښوېدو له امله 26 زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته د دې وزارت لخوا خیمې, چپرکټ او د هلوټرسټ موسسې لخوا 1 بورۍ وریجې, 1 من بوره, 1 لوبیا, 1 کیلو شین چاۍ او 1 پاکټ روب ووېشل شول.