په ننګرهار ولایت کې ۲۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د زمري ۱۰مه- ۱۴۰۱
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د الکوزي شرکت سره په همکاري، ۲۵۰ هغو کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو دال، ۳ کیلو لوبیا، ۳ کیلو نخود، ۵ کیلو غوړي، نیم کیلو شین چای، ۳ کیلو بوره، ۱۰ کیلو وریجې، ۱ د اوبو جګ، ۶ ګیلاسونه او ۱۲ د چاۍ پیالې ووېشلې.