په ننګرهار ولایت کې د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
ننګرهار - لیندۍ - 13مه - 1399
د ننګرهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست, د شینوارو, دوربابا او پچیراګام ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله شهیدانو کورنیو ته درې سوه زره افغانۍ نغدي مرستې وویشلې.
دغه مرستې د ننګرهار ولایت اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبې کاکړ په شتون هري کورنۍ ته پنځوس زره نغدي افغانۍ وویشل شوې
