په ننګرهار ولایت کي د طبیعی پیښو له امله د ۹۳ زیانمن شوو کورنیو سره د دوو میاشتو خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
ننګرهار- د وړي۱۷مه- ۱۴۰۱
د ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست د خوړو نړیوال سازمانWFP سره په همکاري ۹۳ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله په بټي کوټ او لعل پور ولسوالیو کې زیانمنې شوي وې، هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، ۱۲.۵ کیلو ګرام دال، یو کیلوګرام مالګه او یو نیم کیلوګرام د ماشومانو حلوا ووېشل شول.
