په غور ولایت کې ۴۰۰۰ بیځایه شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
غور – مرغومی ۱۵مه – ۱۳۹۹
د غور ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د خوراک نړیوال دفتر(WFP) سره په همکارۍ، ۴۰۰۰ کورنیو لپاره چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو په جریان کې د دې ولایت بېلابېلو سیمو څخه بیځای او د فیروز کوه په ښار کې ځای پر ځای شوې وې، وروسته له سروې هرې کورنۍ ته خوراکي او نقدي افغانیو مرستې وویشلې.
د یادونې وړ ده چې په دې مرستو کې ۲۰۰ کیلو اوړه او ۶۰۰۰ نقدي افغانۍ شاملې وې چې هرې کورنۍ ته وویشل شوې.