په سویلي سالنګ کې د واورې ښویېدو پر مهال د لټون، ژغورنې او لومړنیو مرستو عملي روزنیز پروګرام او مانور ترسره شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۳۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ په همکارۍ، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د کچې لوړولو او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه، د واورې ښویېدو پر مهال د لټون او ژغورنې یو روزنیز–تمریني پروګرام، د دې ادارې د مرکزي او کاپیسا، پنجشېر، پروان ولایتونو ۴۰ تنه کارکوونکو او همدارنګه د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست د کاري ځواکونو لپاره د پروان ولایت په سویلي سالنګ کې ترسره کړ.

دی پروګرام د درې ورځو لپاره دوام وکړ. د پروګرام په لومړیو دوو ورځو کې، د تخنیکي او ژغورنې برخو استادانو او روزونکو د واورې ښویېدو د خطرونو پېژندنې، د فردي خوندیتوب طریقې، د لټون او ژغورنې اصول، په سمه توګه د ژغورنې وسایلو کارونې او د لومړنیو مرستو وړاندې کولو په اړه نظري زده‌کړې ګډونوالو ته وړاندې کړې. د درېیمې ورځې په جریان کې، د سویلي سالنګ اړوند د ګواره‌سنګ په سیمه کې عملي تمرینونه ترسره شول، تر څو ګډونوال خپلې نظري زده‌کړې په عملي بڼه پلې کړي.

د عملي تمرینونو پر مهال، د واورې ښویېدو فرضي پېښې جوړې شوې او ګډونوال د واورو لاندې د بند پاتې کسانو د راایستلو، لېږدلو، بېړنیو لومړنیو مرستو، د ټیم همغږۍ او د پېښې د صحنې د مدیریت له طریقو سره په عملي ډول بلد شول. دا تمرینونه د سالنګ په لاره کې د مسؤلو ځواکونو د عملي مهارتونو په لوړولو کې مهم رول لري؛ هغه لاره چې هر کال د ژمي په موسم کې د سختو واورې ښویېدو او ناوړه پېښو شاهده وي.

همدارنګه، د دې روزنیز پروګرام ګډونوالو او د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست کاري ځواکونو دغه ډول روزنې اغېزمنې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول پروګرامونه دې د یادو ریاستونو د نورو کارکوونکو او کاري ځواکونو لپاره هم ترسره شي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۶ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .