په دایکندي ولایت کي د ۱۰۰ کورنيو سره خوراکي توکو مرستي وشوې
د دایکندي ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست، ۱۰۰ کورنیو ته چي د طبیعې پیښو له امله زیانمني شوې، ورسته له سروی د دایکندې ولایت والې سید انور رحمتې په ګډون خوراکي مرستې وویشلي.
په دی مرستو کي یوه بوجي اوړه ۵۰ کیلویی، یوه بوجي وریجي ۲۴.۵ کیلویی، ۵ لیټره غوړي، ۱ کیلو چای، ۳.۵ کیلو نخود، ۳.۵ کیلو لوبیا او ۳.۵ کیلو بوره شاملې وی چې د دی ولایت په مرکز کي وویشل شوې.
